نظم مينه اودوستي Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مينه گلزار ته بلبلان راولي بلو ډيوو ته پتنگان راولي 02 شاه د گدا زړه ته نژدې کاندي د خوار جونگړې ته سلطان راولي 03 که يو په ځمکه بل اسمان کښې اوسي ځمکې ته ستوری د اسمان راولي 04 د خوار عاشق د د لدارۍ د پاره په توره شپه ماه تابان راولي 05 ښکلی چې گورم گبڼۍ مې نيسي مينه په ماباندې پيريان راولي 06 گوره په سپين مخ باندې تورې زلفې توره شپه څنگه مهرويان راولي 07 په ښکلو مينه د هر چا راځي خواران زما مينه په ځان راولي 08 د غريبانو او بې وزلو دوستی سړی په خير او په احسان راولي Dictionary meaning × Headword