نظم

مينه اودوستي

Gul Pacha Ulfat

زړونه باغ باغ شي د دوستۍ په هوا

دښمني زړونو ته خزان راولي

دوستي د جنگ اوجگړو مخه نيسي

صلح و سلام امن وامان راولي

يو دوست د بل دوست دخوښۍ د پاره

خواري زحمت تکليف په ځان راولي

د تورو سپين او سره دوستۍ خاطر ته

سپين مخ سرې شونډې تورچشمان راولي

د سترگو کورکښې سپين او تور چې گورې

درته د گډ ژوند شاهدان راولي