نظم
عمل او عکس العمل
Gul Pacha Ulfatډېر فشار کله شي ډېر دوام کولی
د شديدې شکنجې عمر اقل دی
که افراط دی که تفريط يو د بل سرخوري
هر يو بل ته قبر کن د بل اجل دی
حقيقت کښې خپل ځان وژني چې بل وژني
مري هغه اور چې سيزلی يې ځنگل دی
که نن وی ستا رسۍ او د بل غاړه
دا رسۍ سبا ته ستا د غاړې ول دی
انتقام ته تږي زړونه تر څو تږي
بايد يخ شي هغه زړه چې اور پړې بل دی