نظم
ملي شوری (13 دوره)
Gul Pacha Ulfatنه پوهېږم چېرته به داسې شوری وي
چې د ږيرې واک اختيار يې دملا وي
کله اور کله اوبه وي کله هېڅ نه
گاه د وسپنو نينې گاهی حلوا وي
څه چې نن کاندی تصويب سبايي ردکړي
په هر آن کښې په غضب هر آن پخلا وي
تصميم نيسی دی ماتولو ته هر گوره
ماتول د خپل تصويب يې مشغولا وي
يو وخت سپينه رڼاورځ توره شپه کاندي
بله ورځ ورته تورتم سپينه رڼا وي