نظم
ملک بلوخان
Abdul Bari Jahaniنه خبره يم د چا له رنځورانو
نه احوال راته معلوم د ماشومانو
سلامت مي ټوله غوښتي دي له خدايه
په وطن كي چي څه پېښ دي راته وايه
بلو دواړه برېته تاو كړل ويل لوري
ته اوس لور د بلوخان يې بختوري
ستا بابا دى اوس ملك د غره د سمي
چاته مه كوه خبري كمي كمي
كه څوك مري او كه زندان ته روانېږي
زما په خوله ټولي دعوې فيصله كيږي
په وړه خبره سوځمه كورونه
او چي زړه مي سي بخښم لوى ګناهونه
لاس تړلي خلك بيايمه سركار ته
اشاره مي خېژوي وګړي دار ته
هم سيد يمه هم خان يم هم هوښيار يم
ته وا ټول مي غلامان زه يې بادار يم
پرون خلك شرمېدل زما په پوښتنو
نن روپۍ دي را رواني په لمنو
بدرۍ شنه د ژړا ولاړه ويل پلاره
هديرې ته مي پر څه بيايې له ښاره
ما وې زه به مي ديدن كوم د كلي
مچوم به مي خپلوان او نازولي