نظم

ملک بلوخان

Abdul Bari Jahani

خپل كاله ته به ورځم پس له كلونو

نندارې ته به ورځم د ګودرونو

پر بام بوټو به مستي كوي پېغلاني

تر سالو لاندي به پټي وي ناوياني

ببرسري ماشومان به وي كوڅو كي

شرميندوكي جينكۍ په دروازو كي

ږغ به اورمه د وريو د سېرليانو

له ګورم سره نارې د ګوروانانو

له دښتونو به راځي ږغ د لېوانو

له كيږدۍ څخه سندري د كوچيانو

د آدم او د درخو نارې به كيږي

ځوان مين به اوښكي خوري ورته زنګيږي

خو چي تا ته ملكي ده رسېدلې

پر وطن مي د بلا ساه ده ختلې

زموږ په كلي كي څوك نسته ټوله مړه دي

كه واړه دي كه ځوانان دي كه زاړه دي

څو به ژاړمه د خپل اولس وګړي

خداى خو مه واى را ليدلي دونه مړي

ته ورځه د وطن كاڼو هديرو ته

زه به پاته يم پردېسو ورځو شپو ته