نظم

معنا وگوره

Gul Pacha Ulfat

سرو صورت يوازې مه گوره معنا وگوره

په سر کې فکر زړه کې پټ مدعا وگوره

وينا يې واوره بيايې وگوره عمل ورسره

ميل و رغبت غايه هدف او تمنا وگوره

په آشنايانو او ملگرو کې يې فکر کوه

په غورغوريې بياذوق واشتها وگوره

څه وايي څه کوی او څه غواړی د څه د پاره؟

ورته په ځير ځير له هر لوری هرې خوا وگوره

نن دې چې وليده يوازی او له نورو سره

په يو ځل مکړه قناعت سبايې بيا وگوره

مه وايه دا چې نور يې نه گورم ليدلی مې دی

بيا په دقت دده تمامه مشغولا وگوره

ورپسې پټ پټ څار کوه څه پټوی څه ښيی؟

دده په کار کې دده غلا دده ريا وگوره

تاثير يې څنگه دی په نورو په ده څه تاثير دی؟

دده طاقت او دده ټوله کمزورتيا وگوره

په خطراتو سختو ورځو کې به څه رنگه وي

استقامت او حوصله د خپل اشنا وگوره