غزل

مبارک شه خواجه

Hamza Shinwari

مبارک شه خواجه

غريب پرور شوې

سلطانه د هند

د وليانو افسر شوې

ته گوشه نشين يې که عرش نشين يې

په خلوت کده کې

د دل جاگزين يې

د لېمو نظر شوې

غريب پرور شوې

چې مخ مې کړو تاته جهان ته مې شا شوه

بابا جوړه ته لمر شوې

غريب پرور شوې

دعا مې چې وکړه له درده له سوزه

چې بابا د دلبر و درته مې بوځه

دعا ته اثر شوې

غريب پرور شوې

که زړه مې کړو خنجر دغم پاره پاره

په جنبش دابرو کې ای شهرياره

مرهم د پرهر شوې

غريب پرور شوې

مبارک د حمزه کوې بېنوا ته

لري خم جبين چې آل عبا ته