نظم
مونږ څه ليدلی
Gul Pacha Ulfatمونږ د انسان په صورت زښت ډېر شرمښان ليدلی
د پښتنو په رمو گډ مونږه لېوان ليدلی
ټوټې ټوټې د غليمانو په چړويومونږه
مونږ ظالمان مونږ خونخواران مونږ قصابان ليدلی
دچنگيز سترگې موليدلی هلاکو پېژنو
مونږ په سرو وينو لمبيدلی خپل ځوانان ليدلی
خپل يتيم پلار يې يتيم نيکه يې هم ؤ يتيم
غليم له لاسه مونږ ډېر داسې يتيمان ليدلی
په مونږ راغلی ډېر قومونه د جگرو د پاره
بالاحصار کې مونږ ايسار ډېر فرنگيان ليدلی
د ميوند جنگ کې د وطن د آزادۍ د پاره
مونږ ډېر سرونه پښو لاندې دافغان ليدلی
زمونږ په ياد دې د بگرام او د پروان جنگونه
جنگ اوجگړو کې مونږ لښکرې د يونان ليدلی
څو قرنه وشوه چې له ظلم سره جنگ کوو مونږ
مونږ غوندې ټينگ خلق نه ځمکې نه اسمان ليدلی
لکه موسی مونږ په امسا د فرعون سرمات کړی
ډېر مغرور خلق په شکست کې مونږ ميړنه ليدلی
مگر و فريب او له تلبيس سره په شخړه کې يو
مونږ د انسان په بڼه زښت ډېر ابليسان ليدلی
مونږ نه غولېږو نه ويرېږو وپټې سترگې نه يو
له هرې خوامونږ طوفانو نه د جهان ليدلی
هندو پنجاب سندوکشمير دسر په سترگو باندې
زمونږ غازيان او سرداران شهنشا هان ليدلی
په خوارو سترگو پښتنولره نن گوری ولې؟
په غلامۍ باندې قانع چا افغانان ليدلی
په ويښه هېچا بې ننگي زمونږ نه ليدلې نه ده
زمونږ په باب غلط خوبونه پاکستان ليدلی