غزل
موسکۍ د زړه کلۍ کاندې رضا دمدينې
Hamza Shinwariموسکۍ د زړه کلۍ کاندې رضا دمدينې
شبنم دې دانوارو هر صبا د مدينې
را اوري جنتونه په فضا دمدينې
مَلک په زر زبانه کړي ثنا د مدينې
هېڅ غم دې د خطا نه کړي بې لارې دخطا
لېکن که ترېنه لار نه شي خطا د مدينې
خاوند د نظر پوه دی چې دوه کونه نه ارزي
په يو ذره که چاته شي عطا دمدينې
حمزه درته دا سوال کړي خاونده د عالم
دزړه په کور يې تل لرې رڼا د مدينې