نظم
مرګ
Abdul Bari Jahaniد سکون په ورکه غېږ کي
د مستيو ډوبېده دي
د عدم پر تياره لاره
د هستيو ورکېده دي
د کاروان په هر رباط کي
مسافر له پښو پاتېږي
دا نيمګړي سفرونه
بې ثمره شان ختمېږي
څوک د مځکي زڼي کېږي
څوک په اور کي سوځل کېږي
څوک په مرګ ژوندي پاتېږي
څوک په ژوند له چا هېرېږي
د زمان اژدها وخوري
يو لړۍ د حوادثو
د لحد په نامه پرې کي
يو ډولۍ د حوادثو