نظم
مړي ژوندي
Gul Pacha Ulfatډېر ژوندي دې شي هغه مړي نه ځار
چې په مرگ يې شي ډېر خلک ناقرار
معنوی ژوند يې له خضر نه کم نه دی
چې په چا انسانيت کړي افتخار
مړ هغه دی چې ژوندی په مړه حساب وي
نه مري هغه چې ژوندی يې وي يادگار
ډېر ژوندي مړه دي او ډېر مړي ژوندي دي
مړه وي هېر ژوندي په ياد وي د روزگار
هر افغان ته الفت دومره پوهه غواړي
چې د مرگ وژوند تشخيص ته ده پکار