نظم
مساوات ( منظومه ترجمه)
Gul Pacha Ulfatحيوانات د غرو رغو او د ځنگلونو
په جرگه سره راټول شول په سوونو
وېلې مونږ به تر څو گرځو بې نظامه
راشئ! جوړ کړو لوی مجلس د ولسونو
دوی به جوړ کاندی قانون زمونږ د پاره
د انصاف او عدالت په اساسونو
د ځنگله قانون اوس بد ښکاري هر چاته
مونږ يادېږو د وحشيانو په نومونو
دنيا ډېره ترقی کړی هر گوره
ډېر تغيير کړی حالاتو او فکرونو
مونږ لاپاتې په زاړه حال يو تر اوسه
ځئ چې تېر شو له زړو زړو خيالونو
جرگه جوړه شوه مجلس هم افتتاح شو
وکيلانو شروع وکړه په نطقونو
سوي ويل چې مساوات ډېر ښه اساس دی
ټيټ وپاس دې مينځکښی نه وي د حقونو
په دې پوه شئ چې مونږه واړه برابريو
وباسئ د تفوق خيال له سرونو
ټول به حق د ژوند لري په دې وطن کښې
برتري به نه وي هېڅ د نژادونو
دغه راز خبرې نه وي لاتمامې
قطع نه وه سلسله د تقريرونه
چې مجلس کښې سر اوچت غيظ وغضب کړ
حالت بل شو تبل وخوړ قوتونو
لېوه وغړمبېده په قهريي سوي ته ووې
راته وښيه منگولۍ د لاسونو
نه دې داړې زما په څېر نه دې نوکان دی
برابر به څنگه شو په تش حرفونو
په دا دومره وړه خوله لويې خبرې
حماقت دي تجاوز دی له حدونو
دې وينا سره بيا سوی په وينو سور وه
لېوان گډ و په رموکښې د پسونو
مجلس ختم شو هيبت په ټولو راغی
لنډو عمر د دارنگه صحبتونو