نظم
متلونه
Abdul Bari Jahaniچي اوښان پـه نڅېدو سي په رقصونو
خپل څښتن يې شرمولى په شرمونو(۱)
اوښه هر څه دي بې هوښه راته ښكاري(۲)
لوى به يې مګر فارغ له وزرونو(۳)
له سوالګر څخه چى سوال كوې بې بخته
لكه سپى چي ډوډۍ غواړي له فقيره(۴)
د زمري په دود په ښكار پسي روان سه
لا تر څو به يې ګدا په زړه زهيره
څوك چي اورته نيژدې كېږي سوځل كيږي(۵)
دا متل دى اور په اور نه وژل كيږي(٦)
اورته خپل او پردى يو دى كه پوهېږې(۷)
او همېش به له بڅركي اور لګيږي(۸)
باز چي خپله ځاله پرېږدي په هوا سي
د پاچا منګول يې ځاى وي يا جالونه(۹)
باز كه هر څونه بوډا سي اويا خوار سي
له چونګښي يې په خوله وي پرهېزونه(۱۰)
نوم له نومه نه بېلېږي په وطن كي(۱۱)
شرمېدلى څوك په ورور څوك په ابا دى
د غاتري يې د پلار وكړه پوښتنه
ويل خداى راكړى آس غوندي ماما دى(۱۲)
د يوه ناورين به پاى د بل به سر وي
غم هيڅكله له غمونو نه شرمېږي(۱۳)
د عالم سره به غم په هيڅ كى شمارې(۱۴)
خو په وير كي هر څوك خپل مړى ژړېږي(۱۵)
څه په كار دي له واده وروسته نكريزي(۱٦)
كه خواړه دي خو ژوندو ته په كارېږي
هسي نه چي دي پر مړي طبيب ګرځي
په درملو د ژونديو رنځ رغېږي
چى نېستي يې په هستي كي په ياد نه وي
تل پر مخ باندي څپېړي د سبا خوري
د نېستۍ د ژوندون هر ساعت مرګى دى(۱۷)
د نېستۍ غمونه هر سړى تنها خوري
دوست ته دومره طمع وكړه چي يې توان وي(۱۸)
پر اوږو باندي يې مه ايږده بارونه
د دوستۍ مزل د سلو كالو لار ده(۱۹)
په سختۍ كي وي په كار د دوست لاسونه(۲۰)
كه د وني عمر سل كاله په شمار وي
د مرغۍ به يوه شپه باندي تېريږي(۲۱)
يوه شپه به له پلندر سره هم وسي(۲۲)
خو كلونه احتياج نه ګلول كېږي
پر ړانده د شپې او ورځي توپير نسته(۲۳)
ورته مه راوړه په شپو كي څراغونه
د كاڼه له ډول وهلو سره څه دي
د ړانده مخي ته مه كوه رقصونه(۲۴)
هر ړانده ته د خولې لاره ده معلومه(۲۵)
له ړندو به امسا يو ځلي وركېږي(۲٦)
د هوښيارو آزموينه تل پر بل وي
جاهلان به هره ورځ په دام كي لوېږي(۲۷)
نه د بدو نه د ښو غم ورسره وي
نه اتڼ لره پيدا نه د ناورين دي
اور پر خپله ټكۍ اړوي وګړي(۲۸)
د ابا په غم كي نه دي د خورجين دي(۲۹)
مېړه نسته چي ملك مو ميروګى دى(۳۰)
خود به بولو د ابا مېنه ميراته
وران دي غواړمه اتڼه ښاد به نه سې
چى نارې دي امر الدين ته سولې پاته(۳۱)
هغه هم نن د خانۍ د ملكۍ سو
چي مرغه يې ده شنه سوې په دېګدان كي(۳۲)
څلور پښې كړلې چونګښي ورته پورته
نالول چي يې آسونه په ميدان كي(۳۳)
د خداى برخي دي پخپله خداى وېشلي
په ازل كي سپور او پلى نه سمېږي
كه سل منه په روپۍ سي د اوربشو
په حساب د خره يوه لپه رسېږي(۳۴)
چي په كور كي يې يو موټى اوړه نسته
هغه هم پر بام جوړ كړي تنورونه(۳۵)
په وطن كي اوس د سپيو له نيستيه
پشو ګرځي پر بامونو شخ برېتونه(۳٦)
تركاڼي پر بيزوګانو حواله كي(۳۷)
د ړندې زمانې وګورئ كارونه
را وستلي يې دى اوښ الغبندۍ ته
څوك دانه وايي چى نه لري لاسونه(۳۸)
د اوښانو له بازيو سره څه دي
جوړنګان له بېخه مه ورباندي باسه(۳۹)
اوښ كه غټ دى د شيدو تمه ترې مه كړه(۴۰)
پوره نه وي هره چار د چا له لاسه
چي سركار اوښان له خلګو سركاري كړل
ګيدو وځغستل په تاخته سوه روانه
چي پوښتنه چا كول د ستړو ځغاستو
ويل سخته پاچهي ده بې پرسانه(۴۱)
د طالع او بخت وېشونه په قسمت دي
سيالداري يې نه په زر سي نه په زور سي
د بې بختو پر سر اوري غيبي كاڼي
بخت يې تور سي چي دښمن يې د پلار كور سي(۴۲)
اوږده شپه به بېله چرګه هم سبا سي(۴۳)
چي چرګ نه و آذان چا كاوه يارانو(۴۴)
خپل بازو ساتندوى دى د مرګ ناموس دى
تمه پرې كه له خپلوانو له يارانو
چي مېږي ته خداى په قار سي وزر وركړي(۴۵)
د چغال چي اجل راسي مخ پر ښار ځي(۴٦)
چي د غار و خولې ته ورسېږي سم سي
همېشه په لويو لارو كي كوږ مار ځي(۴۷)
كه تمام جهان جنت سي خو د بل دى(۴۸)
هر سړي ته خپل وطن لكه كشمير دى(۴۹)
پر پردي ولات سي كم د مړو قدر(۵۰)
هر سړى پكښي اخته د ځان په وير دى
خداى هر چاته په قسمت برخي وركړي
هيچا خر آس كړى نه دى په زينونو(۵۱)
كوټه سپى د تازي ځاى نه سي نيولاى
نه ټپوس كولاى ښكار سي د بازنو
چا چي ځاى په شيش محل كي وي نيولى
په ډبرو د چا نه ولي كورونه(۵۲)
چي د چا شړۍ شلوي شال به يې شلېږي
تر قيامته ټينګيداى نه سي شالونه(۵۳)
كه هم سر او هم حيا غواړې ساتلې
ځان محتاج نه كړې د هر چا د لاسونو
نه د سوال په اوبو ژرنده چلېداى سي(۵۴)
نه د حج سفر لنډېږي په ټوپونو(۵۵)
هر بنده لري عيبونه بي حسابه
نيك بختانو ګوته ځان ته وي نيولې
پر دنيا به داسي ونه پيدا نه سي
چى يو ځلي به باد نه وي ښورولې(۵٦)
سل علته يې په ځان وي باك يې نه سي
د بل يو عيب ورته ښكاري سل عيبونه
خپل عيبونه همېشه د اوږو منځ وي(۵۷)
چا ته نه ورځي د خپلي خولې بويونه(۵۸)
يوه ورځ به د كلونو كسات اخلي
باور كله په قولونو د دښمن سي(۵۹)
چي د نوك ځاى يې پيدا كړ سوك به ځاى كړي(٦۰)
اور ته راسي عاقبت د كور ميرمن سي(٦۱)
د دوو بنو په جنګونو كي رسوا سول
په كاله كي پراته وه پټ عيبونه
د موچي خونه پخوا لا هم ورسته وه
لا بوينه سوه چي وسول بارانونه(٦۲)
ښه خو دا چي د جا نوم په نېكي ياد سي
يو كفن هم د غريب هم د ماړه دى(٦۳)
چي مرګى سته ښادي نسته په دنيا كي(٦۴)
مرګى اړ نه په واړه نه په زاړه دى(٦۵)
چي غيرت لري په خپل ايمان به پايي
بې غيرته د بل مرګ ته هوسېږي
دا متل دى يو به مړ بل به موړ نه سي(٦٦)
څوك د مړو په ميراث كله مړېږي