نظم

متلونه

Abdul Bari Jahani

تل اوښيار اوسه باور ورباندى نسته

همېشه به د لېوه زوى لېوه كېږي(۹۲)

د غله سپي زوى كه غل نه وي نو څوسن وي(۹۳)

يوه ورځ به يې له پزي بلا زيږي

تر كابله به ځان خوار كړې په مزلونو

خپله برخه دي معلومه در رسېږي(۹۴)

په ازل كي يې وېشونه دي ټاكلي

نه په زور نه په سيالي د چا بدلېږي

په تندي كى دي ليكلي هغه كېږي

بې نصيبه خواړه ګران دي په جهان كي(۹۵)

كه دا ټول جهان طبيب سي نه رغېږي

چاري واړه په نصيب سي په آسمان كي(۹٦)

نه له خپلي برخي څوك سي تښتېدلاى

نه به ستا سي پردۍ برخه د وګړو(۹۷)

چي پر كور وي هغه شپه نه پر ګور كېږي

نه په كور كي به سي شپه چېري د مړو(۹۸)

كوم وطن چي سي خالى له سترګورو

په هغه ورځ يې قسمت او نصيب خوار سي

په ړندو كي به يو سترګى پاچهي كړي(۹۹)

يا د ډيرو ړندو يو كوڼ جمادار سي(۱۰۰)

عقل پوهه ده عطا د خداى له لوري(۱۰۱)

چا ميندلى د دولت په زور هنر دى

دا د خداى بې لاري كله پر لار كېږي(۱۰۲)

خر كه سل ځله مكې ته ولاړ سي خر دى(۱۰۳)

د عالمه سره غم خو به غم نه وي(۱۰۴)

مګر كله دا خبره مني زړونه

څه ښه وايي پردى غم له واوري سوړ دى(۱۰۵)

په ماتم كي هر څوك ژاړي خپل غمونه(۱۰٦)

عقل لعل دى كه ګوهر دى په قسمت دى

نه زور دى نه په زر چا رانيولى(۱۰۷)

چي له خپله عقله پلي څوك پيدا وي

په دنيا كي به وي تل په غم لړلى(۱۰۸)

هغه ورځ به له كماله ګيله من يې

چي دوستان دي له حسده درته شا كي

بې مېوې ونه څوك نه ولي په كاڼو(۱۰۹)

خپل هنر به زمانه درته بلا كي

كه هر څو دي د قدرت پله درنه وي

خواره مه بوله ټولۍ د دښمنانو

چي له سر سره كړې لوبي سر به وخوري

د مارګير وي همېشه مرګ له مارانو(۱۱۰)

چي پر خره باندي څوك سپور وي خر يې ورك وي(۱۱۱)

دا له ځايه سودايى يا لېونى دى

چي له خپلي مور دي نه وي زېږېدلى

كه هوښيار يې خپل يې مه بوله پردى دى(۱۱۲)

چى په تمه د پرديو د كورو سي

يو من غوښه د وجود به يې كمېږي(۱۱۳)

د سورو په انتظار سترګى پر لاري

هغه تل په سپېرو دښتو كي پاتېږي(۱۱۴)

ګوره زړه چي يې له ځانه څخه بد نه كړې

چي وهلاى كوم سړى نه سې په توره(۱۱۵)

چي په شاتو مري په زهرو يې مه وژنه(۱۱٦)

كه دي زړه غواړي چي مور دي نه سي بوره

د بډاى كور ته يې سترګي وي نيولي

ملا نه دى چا موړ كړى په ختمونو(۱۱۷)

كه سل ځله د مكې څخه راستون سي

خر به څوك نه كړي حاجي په طوافونو

نه د مړو نه د ژوندو غم ور سره دى

تېزوي د بل پر مړي ياسينونه(۱۱۸)

چي جهان په غم زنګېږي باك يې نسته

چي ملا ته ور پيدا سي خيراتونه

تل د بل ډوډۍ يا پور وي يا پيغور وي(۱۱۹)

خمتا غوره ده د بل تر اطلسونو

خپل سوړ سك د بل تر ورجو غوښو ښه دى(۱۲۰)

پكه لور ښه ده د نورو تر زامنو(۱۲۱)

د زمريو په يو كاله كي زمرى زېږي

له چغال سره ټولۍ د چغالانو

د ټپوس كره چا باز ليدلى نه دى

ټپوس غورځى له ځالۍ د ټپوسانو(۱۲۲)

تر كاداني پوري وي د پيشو منډه(۱۲۳)

تر موږي پوري واټن د جولاګانو(۱۲۴)

هره چاره د هر چا له وسه نه ده

د هوسيو نيول كار دى د تازيانو(۱۲۵)

د لندو خټو نرى باران پلمه وي(۱۲٦)

زړونه مه ازاروه د مظلومانو

څوك چي بد كوي تل بد خويونه ويني(۱۲۷)

تر ګرېوانه به لاس درسي د خوارانو

چي تلاښ كوې آخر به لاس ته درسي(۱۲۸)

په پوښتنه تر مكې سړى رسېږي(۱۲۹)

يو ساعت د بل ساعت په شاني نه دى(۱۳۰)

يا به مړ يې يا موړ ژوندون تېرېږي(۱۳۱)

د كم بختو خوله سپېره لاس يې سپېره وي

له ډك لوښي هميشه يو څه تويېږي(۱۳۲)

د مردانو نامردانو ځاى معلوم وي

كه تياره ده لاس له خولې نه غلطېږي

كه هر څو دي غليم خوار وي ډار په كار دى

كم يې مه بوله قوت د دښمنانو

تياري ورلره بويه د زمريو

څوك چي جنګ لره ورځي د ګيدړانو(۱۳۳)

هره ورځ د سبا غم درلره بويه

لږ يې خوره كه نعمتونه همېشه خورې(۱۳۴)

په پرديو انديښنو كي دي ځان زوړ كړ

غم د هغه باغ پر څه خورې چى يې نه خورې(۱۳۵)

يوه ورځ ورته احتياج په ژوند كي مه سې

باور نسته د ناكسو په قولونو

يا مدد له لويه کوره څخه غواړه

يا پناه غواړه له لويو لويو غرونو(۱۳٦)

بيله عيبه يو خالق دى بل يو نسته(۱۳۷)

بېهوده سپړې د هر سړي عيبونه

كومه ونه به باد نه وي ښورولې(۱۳۸)

څوك به يو سي تر لحده پاك لاسونه

يوه ورځ به د زمري په چمبه ورسي

چى چرګانو كي چغال ځان زمرى بولي

د ښكاريانو په ميدان كي به معلوم سي

كه خړ سپى هر څونه ځان ګړندى بولي(۱۳۹)

نه به هيڅ كله زاړه دښمنان خپل كې

نه به كاڼه سي پاته د تورو غرونو(۱۴۰)

خو د نن تربور سبا درته په كار دى

چى مات نه كې د تربور غاښ په تربرونو(۱۴۱)

كه دښمن دي وي د لوخو پړى پروت وي

مار يې بوله چي غلط نه سې ورباندي(۱۴۲)

مار كه وژنې د دښمن په لاس يې مړ كه(۱۴۳)

يو په بل به سره وژني دښمنان دي

په يوه اسانه نه خاموشه كېږى

دښمني د پښتانه د سري اور دى(۱۴۴)

چي د زوى او د ورور ويني يې څوك توى كړي

د بديو پرېښودل ورته پېغور دى(۱۴۵)

دښمنان ګوره اغزي دي په لمڅي كي(۱۴٦)

چى ژوندي وي نه آرام سته نه خوبونه

د دباندي دښمني سى ختمېدلاى

پام چى مات نه كې په خپل كور كي هډونه(۱۴۷)

نامردان همېش وهي د مړو لاري(۱۴۸)

د مېړونو سيالي نه دى كار آسانه

په قصه چي دي رنګ ژړ سو را معلوم سوې

تر ميدانه چي ولاړ نه سې بې ايمانه(۱۴۹)

د مالونو ساتل ويښي سترګي غواړي

د بيدو خلګو وي تل خراب كورونه

نه څښتن له خوبه ويښ سو نه سپى غاپي

غله پى كړي وه مزلونه رباطونه(۱۵۰)

دا متل دى چى نن سپك سي سبا ورك سي(۱۵۱)

په ژوندوني يې ميراث يوسي تربورونه(۱۵۲)

خوى خاصيت د مېړه، زړه د زمري غواړي(۱۵۳)

د همت په زور ژوندي پايي مېړونه

له نېكانو سره نېك خلګ اوسيږي

له بدانو سره زده سي بده چار

پر هغه لار باندي مه ځه كه هوښيار يې

چي دي نه ورباندى مور تللې نه پلار(۱۵۴)

چي مېړه وي د هغه به لور چاړه وي(۱۵۵)

د دښمن ورنه رپېږي اندامونه

كه وروري ده نو د توري دا خوږه ده(۱۵٦)

يو د بل له څنګه زيب كوي مېړونه

زه دي بوره يم خو ته دي پر ميدان يې(۱۵۷)

ګرځوم به هسكه غاړه پر ملكونو

كشكي مړ په سپينو تورو راته راسې

نه چي خړ سې له دښمن پر ميدانونو(۱۵۸)

چي اختيار لرې د جنګ پوښتنه څه ده(۱۵۹)

وخت يې نسته د سلا د مجلسونو

چي د تورو ميدان تور سي بله نسته

لاري ډېرى دي يوه ده د ميړونو(۱٦۰)

مياشت يوه ده ورځي ډيري پكښي غونډي(۱٦۱)

دېرش يو ځاى دي چي لويي ترې معلومېږي

د يوه سواره به څه دوړه سي پورته(۱٦۲)

د لښكر دوړي آسمان ته پورته كېږي

د نامه څښتن به پرې نه ږدي پر لاري

خداى دي نه كي د ناكسو لوى كورونه

په اول ځل يې پر خپل كلي ور ترپ كړل

چي نامردو ته خداى وركړله آسونه(۱٦۳)

يوه ورځ به يې اوبو پر سر اخيستى

و هر ځګ ته به ور اچوې لاسونه(۱٦۴)

كه اوباز يې هم له ځان سره پام وكړه

هسي نه چي درنه ورك سي ګودرونه(۱٦۵)

د يوې او دوو نېزو توپير يې نسته

چي تر سر واوړي اوبه سړى غرقېږي(۱٦٦)

هى توبه چي اوبه لوړي سي تر غاړي

شيرين زوى سي تر پښو لاندى وژل كېږي(۱٦۷)

د مېړه دپاره ډېر ناستى پيغور دى

ځاى پر ځاى اوبه ولاړي زرغونېږي(۱٦۸)

كه دي زړه دى چى له سياله سره سيال سې

حركت او بركت سره سمېږي(۱٦۹)

ښه خواړه همېش له رنګه خوړل كيږي(۱۷۰)

تل اوبه له پاكه لوښي چښل كېږي(۱۷۱)

خداى دي نه كړي مشران د چا بې لاري

اوبه هر كله د سر له خوا خړيږي(۱۷۲)

كه دي زړه وي چى تهمت پر چا رانه سي

مال تر سترګو لاندي تل ساتلى ښه دى(۱۷۳)

كه هوښيار يې اعتبار چى په ونه كې

كه دي غل اشنا دى خر تړلى ښه دى(۱۷۴)

ځان ته ګوره همېشه ملګري ژغوره

ښه ملګرى به كم نه بولې له وروره(۱۷۵)

په ښه ورځ كي هر سړى د سړي يار وي(۱۷٦)

كه دوستان غواړې په بده ورځ يې ګوره

كه د غله سره ياري لرې لره يې

همېشه دي ترې خوندي لره مالونه(۱۷۷)

بې حسابه بې كتابه ژوندون ګران دى

په وروري كي هم په كار دي حسابونه(۱۷۸)

صبر تريخ دى خو ميوه لري شيرينه(۱۷۹)

او د صبر ونه تل په مراد پخېږي(۱۸۰)

انتظار تر قتل زور غواړي پوهيږم(۱۸۱)

خو په صبر د مكې سفر لنډېږي(۱۸۲)

نه به تل د ناروا په زين كي سپور يې

نه به سره او سپين پر كور درته انبار وي

يوه ورځ د بلى مور ده ستا دي ياد وي(۱۸۳)

دا آسمان به وي ولاړ لاټ به مردار وي(۱۸۴)

خداى دي نه كي د چا مېنه بې مېړونو

په انګړ كي به يې لوخي زرغونېږي

خود به هر كس او ناكس په كور كي ګرځي

ابا نسته له ادې څوك نه ډارېږي(۱۸۵)

چي وريځى ښوروي باران به وكي(۱۸٦)

پر آسمان د خړو وريځو تمه كېږي

چي يې لاپي كړلې ډېري خير يې نسته

آسمان هومره چى غوريږي نه اورېږي(۱۸۷)

د ناكسو د نا اهلو نوكران دي

چي له ګوتو يې څڅېږي كمالونه

چى د تانګ تړل يې زده نه وه په ژوند كي

قسمت وركړله هغه لره آسونه(۱۸۸)

په دروغو به دي پورته كي آسمان ته

خادمان به دي در شمېري كمالونه

يو په يو به درته وښيى په مخ كي

آيينه نه پټوي د چا عيبونه(۱۸۹)

نن يې مه ګوره په ناز په كرشمو كي

چي د خياله په كاږه مغزى روان دى

دا زلخوږى د پردو په غوښو مست دى

پر پردي آس باندي سپور دى ميرى خان دى(۱۹۰)

آس چي خداى خواروي جوړ ترينه يابو كړي(۱۹۱)

تر درنو بارونو لاندي به زړېږي

د هر چا دپاره خپل مقام په كار دى

چي له خره سره آس وتړې خر كېږي(۱۹۲)

اختر نه دى پټ مېړه چي معلوم نه وي(۱۹۳)

ترې خبر دي اولسونه عالمونه

نه اختر د يوه چا په اجاره دى(۱۹۴)

له قلا تر كنډوالو وي سره لاسونه

يو د آس په تمه جوړ كړي آوخورونه(۱۹۵)

بل كمبود لري يو آس و درې نعلونه(۱۹٦)

د ژوندون دپاره پوخ تدبير په كار دى

تل خورجين بايلي چي ډېر وهي چرتونه(۱۹۷)

چي هډونه دي مات نه كړي د خپلوانو

سبا ورور دى چي دا نن درته تربور دى

چي يې تېغ د خپل دښمن په وينو سور كړ

په تندي كي يې معلوم د غيرت نور دى(۱۹۸)

څه به غم څه به ماتم څه به ګيله واى

پښتنو كه پيژندلاى خپل مېړونه

يو له سلو سل له خاورو برابر دي(۱۹۹)

يو شى نه دي د اوږو منځ كي سرونه

څه به بخت وي څه تدبير درلره بويه

پناه مه غواړه پر كور د غليمانو

له لېوه چي تښتېده وزه بې بخته

شپه يې واوښته پر كور د قصابانو(۲۰۰)

مار د بل په لاس مړ نه كې كه هوښيار يې(۲۰۱)

خپل بازو دي هم عزت هم درهمونه

بار چي خر نه وړي پخپله يې په شا كړه(۲۰۲)

په خواري په زحمت ښه ښكاري مېړونه(۲۰۳)

نه د بدو نه د ښو تعبير ترې كېږي

په چيغارو يې كاڼه كړله غوږونه

ښه ويله زموږ پلرونو هوښيارانو

له خالي لوښي لوى خېژي آوازونه(۲۰۴)

يوه ورځ به دي د لاپو نيلى شل وي

چي ويل به دي تر هسكه ټوپ آسان دى

څه به سوۍ څه به يې بار څه به مزل وي(۲۰۵)

نن به ګورو دغه ګز او دا ميدان دى(۲۰٦)

چي پخپله په خبرو بډايي كړې

له ښاغليو څه لره سيالي كړي(۲۰۷)

يوه ورځ به دي رسوا كړي سپېرې شونډي

په خبرو به تر څو پوري خاني كړې

وايي پور چى ځنډنى سي وركنى سي(۲۰۸)

خداى پوهېږي چي وعده سي تر كلونو(۲۰۹)

خو فرصت رحماني، بېړه شيطاني ده(۲۱۰)

په سهلو به تړې د سود بارونه(۲۱۱)

هر بنده په خپل وطن كي پادشاهي كړي(۲۱۲)

هر سړي ته خپل وطن لكه كشمير دى(۲۱۳)

په دنيا كي پردېسي بده بلا ده(۲۱۴)

چي په كور كي وي امير بهر فقير دى(۲۱۵)

ښځه ميره په ښايست مځكه په فصل

تلل كېږي تل مېړونه په لوزونو(۲۱٦)

چي يې ژبه خپله نه وه مېړه نه دى

كه هر څو لاپي كوي د ميدانونو

د هيلۍ بچي ته ولي لامبو ښيې(۲۱۷)

په لوى لاس ځان ګډوې په احمقانو

د خولې لاره ده ړانده ته ورمعلومه(۲۱۸)

زړه به نه سوځې پر ډلي د ټګانو

كه تر بام كه تر آسمانه پورته كېږې

په زينو كي درته بويه قدمونه

له روپۍ څخه روپۍ را پيدا كېږي(۲۱۹)

له ويالو څخه جوړيږي لوى سيندونه(۲۲۰)

لباسي اشنايى نه كيږي تر مرګه

يوه ورځ به دا يوه لاره دوې كېږي

تر قيامته خو مي نه سې غولولاى

له ړانده لكړه يو ځلى وركېږي(۲۲۱)

تور د تورو سپين د نجونو په نصيب دى(۲۲۲)

د هر چا په قسمت نه دي ميدانونه

تېرې توري ته اوږه چي سموي څوك

هغه ګرځوي له ځان سره سپرونه(۲۲۳)

د ځوانۍ شېبې د باد په شان تېرېږي

ورځي شپې بيرته چا نه دي ګرځولي

په سبا سبا چي مړ نه سې له لوږي

سپمولي هميشه وي سپو خوړلي(۲۲۴)

په دروغو به تر كله پوري پايې

سپين ته سپين او تور ته تور وايه كه ښه كړې

له سل كاله عبادت سره ده سمه

چي يوه د حقيقت خبره وكړې(۲۲۵)

سل كلنه يارانه خاوري ايرې سي

چي په خوله د منافق او د شيطان كي

برابر به وي له سلو جادوګرو(۲۲٦)

يو سړى چى غيبت ګر وي په ميدان كي

مېلمانه د بې غيرته كور واكدار وي(۲۲۷)

همېشه يې كيسې كېږي پر كورونو

چي په ننګه د بې ننګو څوك درېږي

شر ميدلى وي په كلي په ښارونو(۲۲۸)

په ژاولن يوازي نه وي شرميدلي(۲۲۹)

په خپل كور كي كه دوستان كه يې خپلوان دي

په قبرونو كي به مړي په شرمېږي

نارينه چي نه په خوى نه په زبان دي

د هغو خلګو شوقدر په نصيب وي

چي پر ځان يې دي منلى شوګيرونه(۲۳۰)

څوك په ورځ كي تر مقصده نه رسېږي

چي په شپو نه كړي اوږده اوږده مزلونه(۲۳۱)

ښه هغه چي دي په بده ورځ په كار سي

د ښې ورځي په هر كور كي ياران ډېر دي

چي په ښې كي يار، په بده ورځ بېزار وي(۲۳۲)

د عسلو په دوكان كى مچان ډېر دي(۲۳۳)

ښه خو دا چى لاس يې تش زړه يې سخي وي

چي ډيريږي يې دنيا زړه يې تنګيږي(۲۳۴)

چي دنيا يې ډيرول كفن يې يووړ(۲۳۵)

په نابوده به جاهل سړى نازېږي

ډوډۍ خپله خوري دعا كوي پردو ته(۲۳٦)

پر دنيا ساده ګان ډېر دي چي اوسېږي

په تيرا كي دي ډولونه د ښاديو

مامندى مسكين پر كور ورته ګډيږي(۲۳۷)

ريشتيا كار د زورور يا ليوني دى(۲۳۸)

هم پر سد يم هم خبر له خپله زور يم

په ريشتيا مى عبدالله تر مرۍ نيسي

كه يې نه وايمه خداى ته به مختور يم(۲۳۹)

چي پر څنډه د شرابو د خم كښېني

موږك وزي د پيشيانو په جنګونو

و ليوه ته هم ښكنځل كوي په زوره

چى بزه سي يو ځل پورته پر بامونو(۲۴۰)

سل منته د احتياج د يوې شپې وي

ترې بهتري د بيابان شپې دي اغزني

بزې رابه كړې شيدې په دې پوهيږم

خوله پوچو به وي ډكي او خيرني(۲۴۱)

بلا پرېږده چي بيده وي ويښه نه سي(۲۴۲)

د منزل پر لوري ګام اخله تېرېږه

كه بلا وهې نو مخامخ پر ورسه(۲۴۳)

كه پر شا يې وهې مرګ ته تيارېږه

نه له مځكي نه راځي نه له آسمانه

بلا هر كله راځي له خپله ځانه(۲۴۴)

چي دي وزيږي بلاوي له لمني(۲۴۵)

بيا به څرنګه ګيله كوې له چانه

كه بنده كړي حركت خداى بركت كړي(۲۴٦)

بنده هر كله حيران خداى مهربان وي(۲۴۷)

مينه وېره له بنده سره تړلې

بنده كله وي رحمان، كله شيطان وي(۲۴۸)

بنده راسه د خداى خپل سه كه انسان يې

داسي تل اوسه پر بل چي پر خپل ځان يې(۲۴۹)

كه دي خپل ګريوان هر وخت وي قاضي كړى

تر قيامته به پر سمه لار روان يې

اجل هر ګړى په ياد لره هوښياره

تل يې غشى را روان وي ناببره

بنده ليري موښلولي واټنونه

مرګي لار ورته نيولې نا خبره(۲۵۰)

يو بيده بل بيده نه سي ويښولاى(۲۵۱)

يو به ويښ وي چى بيده خلګ ويښېږي

لاري ډكي له اغزيو له خطرو دي

بېله خپلو څوك منزل ته نه رسېږي(۲۵۲)

همېشه لره قيضه د خپلى ژبي

ځان دي وساته د زړونو له آزاره

عمر سل كاله لري بدي خبري(۲۵۳)

رغېده نه وي د ژبي له پرهاره(۲۵۴)

همېشه دي وي د بل دېګدان ته سترګي(۲۵۵)

د بل لاس كي مړۍ غټه در ښكارېږي(۲۵٦)

پر پردي دسترخوان سل مېلمانه غواړې(۲۵۷)

ستا پخپله سپى په تاخت تر كور تېرېږي(۲۵۸)

بيكاري همېش لنګېږي خواري زېږي(۲۵۹)

تل زانګو د بد بختيو بېكاري ده(۲٦۰)

بېكارانو ته شيطان كارونه ګوري(۲٦۱)

شيطاني لار د دنيا د دين خواري ده

له خنجره چى يې سرې وينى څڅېږي

د قاتل پر نوم به څنګه منكرېږي

چي غلا كړي يې په كلي كى اوښان وي

هغه هم پر لاري ټيټ روان تېريږي(۲٦۲)

سپى د اوښ په سايه تلى ويل دا زما ده(۲٦۳)

خداى دي نه كړي له چا ورك خپل اندامونه

پكي وخوړه مړۍ د خان په كور كي

اوس له ناز څخه كاږه اخلي ګامونه(۲٦۴)

كه هر څو يې خورې پردي خواړه په پور دي(۲٦۵)

او پردۍ څپلۍ په پښو كي معلوميږي(۲٦٦)

پردى كار كه دي ښه وكړ لاس دي تور دى

كه دي بد وكړ نو مخ دي په توريږي(۲٦۷)

چي په چا كي د غيرت سترګى ړندې وي

تل پردي خواړه خواږه ورته ښكارېږي(۲٦۸)

پردى خر شل منه بار سي په شا وړلاى(۲٦۹)

پردى خر په خوږېدلو نه پو هېږي(۲۷۰)

كه پردۍ بګړۍ پر سر د مار تړل دي(۲۷۱)

پردى زوى هم په نازونو نه زوى كېږي(۲۷۲)

پردۍ غوښي څوك پر ځان نه سي تپلاى(۲۷۳)

پردى سپى تش د ډوډۍ په زور خپلېږى(۲۷۴)

بد اولاد وي د خپل پلار په مخ كي زخه

كه يې پريږدې نو پر مخ بده ښكارېږي

كه يې پرې كړې نو تاوېږې به له درده(۲۷۵)

نه پرې كېږي نه پر مخ پرېښودل كېږي

سړى هغه دى چى ومري په خبره

په تېره توره خو هر څوك وژل كېږي(۲۷٦)

زوى هغه دى چى په سپينو تورو مړ سي

نه هغه چي به دښمن لره خړېږي(۲۷۷)

په خپل كور كي خو مېږى هم توريالى وي(۲۷۸)

پيشو هم پر خپله مېنه زمرى كېږي(۲۷۹)

نر هغه دى چى يې نوم پر بيابان پروت وي

په كيسو كي د ميړونو چى يادېږي