غزل

مجنون دې کړم په عشق کې صحرا ته لاړمه

Hamza Shinwari

مجنون دې کړم په عشق کې صحرا ته لاړمه

بېگانه شوم له عقل نه بيديا ته لاړمه

دا ستا ښکلی بشر به فراموش نه شي په ما

هر څو له دې جهانه که عقبا ته لاړمه

مشغول چې يو گړۍ شمه دستا په تصور

گويا دعشق يوډکې دنيا ته لاړمه

سودا د ستا دزلفو مې سودا د ځان کړه مل

بازار د لېونتوب ته دې سودا ته لاړمه

ما سر تر پايه ياره تماشا به کړله ستا عشق

ناتوان د حال زار دې تماشا ته لاړمه

محروم به زه حمزه نه شم له فضله دستار

پښې ابله چې د درد مداوا ته لاړمه