غزل
مقراضونه د ستم دې دلبر ډېر دي
Hamza Shinwariمقراضونه د ستم دې دلبر ډېر دي
خو زما د الوتلو وزر ډېر دي
د نمر زېړو پلوشو راته دا وووې:
په سحر کې ويښېدونکو له زر ډېر دي
که ماړه دې د ديدن هم پکې شمار کړم
غنم رنگه ستا د وصل نهر ډېر دي
توربختي د رقيب تلی نه شي نمر مخيه
تور داغونه په روښانه قمر ډېر دي
خوشبويي مې د لوگو رهينه نه ده
سوز که غواړې په بازار کې اگر ډېر دي
گوښی ښه يم چې اخر به شمه گوښی
که ملگري مې هر څو د سفر ډېر دي
ساده لوح مې الهي لرې تر ژونده
فرېبونه چې د يار د نظر ډېر دي
حمزه زړه او سترگې هم يې څه محفل دی
چې دننه پکې لږ او بهر ډېر دي