نظم

مزدورې سترگې

Gul Pacha Ulfat

په خان گرو شوې سترگې ارزانه

مزدورې سترگې قربان له خانه

سترگې يې نه وې زورور خان و

څوک يې نوکر و څوک مزدوران و

اړ او محتاج و صاحب نظر ته

د اميد لاس يې اوږد نوکر ته

يوازې نشو په لاره تللی

لاس به يې بل و لاس کښې نيولی

يو مزدور خاص و، ددې دپاره

چې خان به بيا يې په سمه لاره

بينايي خرڅه په نابينا وه

ځکه يې ډېره لره بها وه

د سترگو حق و ړانده خوړلی

خو مزدور نشو خپل حق ليدلی

اصلي ړوند دی و، خو خبر نه و

په حقيقت کښې ستر گور نه و

چې نابينا وي شعور، احساس

مزدور اله وي د بل د لاس

د خان رهبر وي دخان مزدور

دا د خانۍ دی دود و دستور

د مزدور سترگې شوې د خان واک کښې

بينايي راغله په استملاک کښې

د بل د پاره په کار ېدله

بل ته يې لاره د تلو ليدله