شعر

نا لوستی کتاب

Safia Siddiqi

او زه؟

زه د ړنګ شوي کور زړه تاخچه کې

په څو زړو ټوټو کې

زړو زړو پردو کې

تاو راتاو یمه

لرې او پټه د هرچا له سترګو

زه له مودو نه غلې

لکه کتاب چې چا لوستلی نه وي

خو څوک یې لوستلی نه شي

یو لاروی پیدا شي

د دې کتاب د اخیستو تکل یې ولمسوي

صرف تصویرونه او کږې کرښې یې وګوري او

زړه یې تنګ شي

بیا په درنښت یې کېږدي، زړه کې وایي:

عجب کتاب دی خو لوستل یې ګران دي

دا فلسفه نه ده، نجوم نه دی او طب هم نه دی

که ځانه پوښتي چې دا څه به وي، کتاب دی که نه؟

او بیا یو بل ستړی ستومان شي راستون

د دې کتاب د درلودو مینه یې وهڅوي

او په افسوس ورته له ورا وګوري، زړه کې وایي

ښه دی، ډېر ښه دی خو لوستل یې ګران دي

پرې پوهېدل هم ګران دي

زه یې منم ورسره

ځکه چې زه

همدا کتاب او څو زړې کرښې یم

زه یو کتاب یم، یو خاموشه او نالوستی کتاب

یوه کیسه یمه، یو شعر یم د ژوند

زه افسانه یم د جنګ

په ما کې مینه ده، مېړانه ده، ننګ

هغه کتاب یمه چې

څوک مې لوستلی نه شي