شعر
زما ربه
Safia Siddiqiربه زما که ګوناهونه دي ډېر
ستا په دربار کې رحمتونه دي ډېر
له تا بخښنه د تقصیر غواړمه
زما په پښو کې زنځیرونه دي ډېر
له جزاګانو نه دې ترهه نه کړم
ستا په وعدو کې جنتونه دي ډېر
په قل هوالله احد ډاډه یم
که ستا په شان کې صفتونه دي ډېر
هومره چې ته رحیم رحمان یې ربه
هومره مې زړه کې امیدونه دي ډېر