غزل
په زړه کې د ليمو چې اوسېدې کله نا کله
Safia Siddiqiد اوښکو په باران به لمبېدې کله نا کله
که هلته به ځاى نه و د زړه کور کې به مېشته وې
توپان کې د اهونو ورکېدې کله نا کله
ارمان چې دې د هجر تورو شپو ته تنها پرېښوم
که نه زما ترڅنګ به سوځېدې کله نا کله
شي شپه په سودا تېره او سپېدو ته مې نظر وي
په سترګو کې چې هلته خندېدې کله نا کله
اشنا چې مې منلې جفا ګانې خپه نه وم
له هجره به مې اوښکې بهېدې کله نا کله.