غزل

نه له نوادرو بوخڅکۍ مې د فن تشه ده

Hamza Shinwari

نه له نوادرو بوخڅکۍ مې د فن تشه ده

چا وې چې له دُرونه گوښه د عدن تشه ده

ته خو ورته مه کړه چې جواب يې درکوي که نه

څه که ستا په خيال مې آيينه دسخن تشه ده

نورو ته به ډکه ښکاره نه شي که يې وگوري

بې له هغه ښکلي مې دنيا د سخن تشه ده

هوش مې د کاکل د نگهتونو هوا وړی دی

خدايږو چې مشام ته مې ناغه دختن تشه ده

اوس يې دشملو د لاندې هغه تهور څه شو

نن له پښتني هوډه څېره د وطن تشه ده

څومره چې نعره نن د انسان د پېرزوينې ده

هومره د انسان له پېروزينې لمن تشه ده

ناز د مينې چرته چې جامه د اخلاص وگنډې

ځکه خو حلقه د زمانې د سوزن تشه ده

گله شته، هم سبزه، خو له خزانه بوږنېدلي دي

نن دزړه راښکو نه ننداره د چمن تشه ده

پس يوه اسره مې د يثرب دساقي پاتې ده

پرېږده حمزه نوره ميخانه د زمن تشه ده