نظم

نن او پرون

Gul Pacha Ulfat

د نن فخر د پرون ورځې پېغور دی

د پخوا وختو بينا اوس کرو کور دي

د پرون مېرمن وه سل پردو کښې پټه

اوس يې نيمه تنه لوڅه سر، سرتوردي

تقاضا د زمانې گوره بدلېږي

کله يخ سيوري په کار کله سور اور دي

کله وچ زور حکومتت کا په جهانکښې

کله تندر دباران په څاڅکو سپور دي

چاوې زوړ حاکم په نوي بدل شوی

که رښتيا وي زوړ حاکم خو ظلم زور دي

وايي چوپ شه غلی اوسه هېڅ مه وايه

له منطق نه دناطق حيوان زړه تور دي

چې بې تورو دې په تورو سپين خبرکا

جهان ځکه سبا سپين بېگانه تور دي