غزل
نن ديار له ښاره سترگې سرې څيرې گرېوان ځمه
Hamza Shinwariنن ديار له ښاره سترگې سرې څيرې گرېوان ځمه
ای د ديدن جذبه جوړ په تا باندې تاوان ځمه
يو ديدن د زلفو چې خبر د ژوند په راز کړمه
اوس د جمعيت له ډېره زوره پرېشان ځمه
وايم به هغه چې دتا سترگو رازده کړي دي
ښکليه ځکه زه دې بې پروا له امتحان ځمه
دا هستي له ما وه او که زه له دې هستۍ ومه
کور د آيينې ته حيران راغلمه حيران ځمه
تا چې ما حمزه وته په کونج د سترگو وکتل
اوس به لا په پورته د عالم نه د امکان ځمه