غزل

نن دې ښکليه عجيبه غوندې نظر دی

Hamza Shinwari

نن دې ښکليه عجيبه غوندې نظر دی

چې دا زړه مې په خبر کې بې خبر دی

په هر گام د مرگ له کندې پورېوځي

که يې گورې ژوند خو تل کډه په سر دی

په درشل د ميخانې فکر اخيستی

جوړ واعظ دی نيم دننه، نيم بهر دی

ستا راتگ مې ستا د تگ په احساس هېر شي

هر ماښام زما په مثل د سحر دی

بې نيازي د مړو سترگو نخښه نه ده

ستا نظر هله نظر دی چې نهر دی

نن به ته وعده پوره کړې داسې ښکاري

په سبا کې د پرون غوندې اثر دی

حيران پاتې يم سفر د محبت ته

په يوه نقطه سفر وي بيا سفر دی

په خپل ځان کې ځم له ځانه بېرته راشم

په خارج کې نه قيام شته نه سفر دی

د يثرب نه د نسيم قاصده راشه

حمزه ناست په کراچۍ کې بې بصر دی