غزل
نن دې پوښتنه چې اشنا زما د زړه کا
Hamza Shinwariنن دې پوښتنه چې اشنا زما د زړه کا
خپلې برندې سترگې نه پوښتې چې څه کا
د ژوندي حسن په مړو سترگو قسم دی
چې ډېر مړي به ژوندي کا ډېر به مړه کا
د همت زلميو زړونه که بای نه کړل
نو به دوی د خوشحالۍ جونې واده کا
دا هنر زما نظر ته مينې زده کړو
چې بارخو دې کله زېړ اوکله سره کا
خير که کم په ټول محفل کې زه ښکاره شم
خو اشنا چې راته ډېر نه گوري ښه کا
د سړښت له زوره تود نظر دې څه شو
چې دغم ساړه نبضونه مې تاوده کا
تر وږمۍ کې يې خپل خسن پرده در دی
په سپوږمۍ د پينځلم کې به راتله کا
ته چې راغلې کوم دې خوښ دی چې يې وکړم
تشکر خو څوک په زړه او څوک په خوله کا
په گل مخ کې يې بورا سترگو ته گوره
ته به وايي د مستۍ نه الواته کا
برند باڼه دې جوړې ټيټ کړل زما اوښکو
احترام د ننواتې پښتانه کا
هغه سترگې چې ور وگورم کچه شي
څه کارونه په کچه کې د پاخه کا
تغافل کوه همداسې ډېره ښه ده
چې ستا خوی مې ارمانونه پښتانه کا
گوره ټيټ زما نظر ته که باڼه کړې
پښتانه دي، پښتانه به مېلمانه کا
حمزه ښکاري چې اوس پوهه په مطلب شو
چې اوس تا سره خبرې په لېمه کا