غزل
نن سمندر لواړگي ته په چړ راغلی دی
Hamza Shinwariنن سمندر لواړگي ته په چړ راغلی دی
ناوې ته د عيش د دُرو لړ راغلی دی
ای خاونده "تري" ورباندې کښېنوې بې واره
نن چې طلاقي رقيب په پړ راغلی دی
نن شولې مشهود ته دساون نظارې يادې
چرته په پېچ چرته په ځوړ راغلی دی
ښځې وې پيسې راکړه خاوند ووې چې ولې؟
ښځې وې بهر نوی لوړ راغلی دی
چا چې واده وکړ همه عمر به دا ويني
خوله کې که دخواښې ټول انگړ راغلی دی
غږ د مادهورۍ و لکه برق وي د وريځ
څوک قميص په غاړه څوک لغړ راغلی دی
وخو شو وصال، اندر پايه راوړم له کومه
ډېر په جگجگو مې اشنا لوړ راغلی دی
داسې بوج زما د رعب پرېوت په رقيب
اوس لکه د خر هسې په تړ راغلی دی
ښې سترگې چې باغ لره راتلو دادې ونه وې
فکر کړه حمزه مخکې جغړ راغلی دی