نظم

ناڅاپی کاڼی

Gul Pacha Ulfat

يوه ويلې ماپه عمر کښې آسمانه

چا سره بد نه دی کړی بې احسانه

احترام مې تل ساتلی د انسان دی

شفقت مې مدام کړی په حيوان دی

ښه مې څوک مې نه دی آزار کړي

رانه خوښ دی همسايه او ټول وگړي

بدمې چاته کله نه دی رسېدلی

په درنه سترگه مې هر چاته کتلی

په دې حال کښې هم زه روغ نه پاتې کېږم

د تقدير په غشی بې گناه لگېږم

يو ناڅاپه راځي کاڼی له هوا

نلري د بې گناهو څه پروا

لويږي زما په سرله لاسه دتقدير

پۀ ازار کښې زمانه کوي تقصير

بې سببه رسېږي راته ضرر

تصادف دی بېشعور او بې خبر

ما کوم بد کړي چې وينمه جزا نن

زه دچا له لاسه وکړمه ژړا نن

بل پرې غږ کړ خبر نه يې له خپل ځانه

شکايت کړې له تقدير او له آسمانه

تا به هم کله وي کاڼی غورځولی

يوناڅاپه به په چا وي لگېدلی

در په يادکړه ټول جزيات دخپل عمل

دي د هر چا خپل عمل د لارې مل

کايناتو کښې دي پروت ښه انتظام

سنجيده دي دتقدير واړه احکام

بې شعوره چې ونه گڼی فلک

مقرر دي هر يو کار ته يو ملک

چې رسېږي درته هر څه لږ او ډېر

د هغه سبب وي پټ در نه يا هېر

ته يې بولې بې سبب او بې علته

خبر نه يې دتقدير له پټ حکمته

بد مدام درته له خپل لاسه رسېږي

اور له خپلې لمن شامدام لگېږي

ښه رسېږي درته تل له لويه خدايه

چې راضي نشې هېڅکله له همايه

ته پخپل عمل لا نور هم نگران شه

د تقدير په کارو باندې نېک گمان شه

چې سړی لږ څه په فکر د تحقيق شه

خپلو ټولو حرکاتو کښې عميق شه

ور په ياد شوه يوه ورځ چې ده بې پامه

غورځولی ويوکاڼی له خپل بامه

يو ناڅاپه ولويدلی په چا باندې

چې ولاړو بې خبره ټيټ د لاندې

همدا کاڼی و هغه سړی ساتلی

له خپل ځان سره يې ډېرو گرزولی

چې پرې واخلي انتقام له هغه چا

چې يې دی وپري ويشتلی بې گناه

لاس يې برنشو موده شوه ډېره تيره

قهر يې سوړشو ويلې ځه تېره په تېره

زه هغه ومه ويشتلی خو په سهوه

ښه به داوي چې اوس وکړم ورته عفوه

نو يې کاڼی له خپل کوره کړ گذار

خبر نه و چې راځي څوک په دي لار

پرې لگېږي هغه څوک چې په خطا

خلق ولې او ځان بولې بې گناه

د قدرت کارونه واړه دغه شان

په تدبير او انتظام لري جريان

بې احتياطه که څوک وکړي حرکت

که دی نه وي بل هم نه دی ملامت

له تقدير سره تشه هر قسم تلک

د مظلوم انتقام اخلي تل فلک

ته جزا له خپل عمل سره تله

که دې وليد تفاوت وکړه گله

ښه او بد د انسان ټول دي په حساب

بې سببه چاته نه رسي عذاب

مکافات وي له عمله ځنې زيات

يو په لسه لري اجر حسنات

خو جزا د بدو نه وي ټيټ و پاس

په احتياط خوځوه دلته پښه او لاس

څه چې وکري هغه به رېبې تل

هر څوک اوري په جواب کښې خپل ويل

د احسان جزا به ووينی احسان

د بدۍ جزا به هم در کړي آسمان

نور دې خوښه چې اغزي کرې که گل

بې کرنې مه کړه طمع دحاصل

تفاوت لري حاصل کښې هره ځمکه

ته دې خپل زړگی د کر دپاره ښه که

پکښې وکره ښه تخم د "لفت"

نو به ووينې له هر چا محبت

له خپل خدای سره اخلاص په زړه کښې ساته

له مخلوق سره يې هم کړه مينه زياته