نظم
نوے کال
Ghani Khanخاونده بيا سپرلے شو، دنيا يو کال واړؤ
چا په ژړا واړؤ، چا په وصال واړؤ
چا د نتو په شان په ساگ اؤ دال واړؤ
چا دصاحب په شان د بل په مال واړؤ
څوک په سفر لاړل، بلخوا ئې مال واړؤ
چا دجانان په سر د خاؤرو شال واړؤ
چا د گنگرو په شان، په شرنگا شرنگ تير کړو
چا د سپوږمۍ په شان، په رڼا رنگ تير کړو
اؤ غنی دا هم ربه لکه پخوا واړؤ
څۀ ئې په خندا واړؤ، څۀ ئې په ژړا واړؤ