غزل

نظره ټيټ شه شرمېدلی نه يې

Hamza Shinwari

نظره ټيټ شه شرمېدلی نه يې

ته خو زمونږه منځگړی نه يې

بدلوې سترگې لکه وخت ولې

ته خو زما د پاره نوی نه يې

شو که ښايست يې لکه نمر زړگيه

څه شي په دا چې ته بڅری نه يې

زړه حقيقت درته ويلی نه شي

خيال د اشنا لرې لا گوښی نه يې

ځې او راځې په هر نفس کې زما

چې لږ دې و کسمه لا ستړی نه يې

د ژوند چمن دې د مېنو کړو خور

وايه د چا د غاړې منی نه يې

زړه مې تړه خيال مې ملگری دی ستا

د اشنا خياله يوستوی نه يې

زه چې اوچت درته کتی نه شمه

لا مې په سترگو پوهه شوی نه يې

تا د حمزه طمع پيدا کړه اشنا

گويا ته نن مرور تلی نه يې