نظم
نوی گل
Gul Pacha Ulfatد حاکم نوم چې ولسوال شو تحول دي کنه
ددې ملې نهضت همدغه نوی گل دي کنه
ديموکراسي ده فرق د سپين او د تور نشته گورئ
نظر يې يو شان په سپين مخ او تور اور بل دي کنه
کله وي وار دا بې کله د ابا دلته
حق مساوي د گل آغا او بې بي گل دي کنه
د پرون کونډه که نن بيا په ډنگ وډول وېږي
که ابتکار نه وي نغمه او ساز خو بل دي کنه
د غرونو توردېوان يې واوروباندې سپين وښودل
تعجب مه کوئ بل ځای نه دي کابل دي کنه
جهل لوی عيب دي د عوامو نه د خاصو خلکو
د عارف جهل، جهل نه دي تجاهل دي کنه
د خوار غريب غفلت هرچاته څومره بد ښکاريږي
چې بد نه ښکاري د خوبانو تغافل دي کنه
ستا گناه نه ده ولسواله ملامت نه يې ته
دا چې په مونږ هر څه کوي زمونږ تحمل دي کنه
ته ديموکرات يې خوله تانه د کتاتور جوړول
د بل چا کار نه دي دا کار زمونږه خپل دي کنه