نظم

نذرانه

Abdul Bari Jahani

هر څه درپرېږدمه د جانان خبري مه کوه

ما د اور خليل ته د ايمان خبري مه کوه

زه د مرګ په طمع د ژوندون پر لارو ځمه

سره چي نذرانه سي د تاوان خبري مه کوه

ما ته په تقدير کي د خزان زڼي په برخه سو

نوري د بهار او د بوستان خبري مه کوه

زما يې د ځوانۍ د ګلو پاڼي رژولي دي

هېر که دا نامرده د باغوان خبري مه کوه

ما د ښو او بدو نه لاسونه پر سر کړي دي

ما ته د ملک او د شيطان خبري مه کوه