نظم
وگوره
Gul Pacha Ulfatزه درته نه وايم کتاب د افلاطون وگوره
په غر و رغو کې پرېشان حال د پښتون وگوره
خپل پردي کېږي که دا خوی او دا عادت وي زمونږ
پټ او ښکاره د نورو هر ډول لمسون وگوره
چې خپل مالونه ډېر وي قام او ملت خواروي
نن يا سبا يې عاقبت لکه قارون وگوره
د بد لېوه غوندې چې غوښې خوري ديو او د بل
دفتر يې مه گوره جايداد يې نن پرون وگوره
دا خوار پښتون چې په دنيا کې له هر چا نه خوار دی
له ده نه يو په سله خوار دلته قانون وگوره
ما په قارېږه حوصله وکړه او غور وکړه
لږ په سړه سينه د سوی زړه مضمون وگوره