نظم
ويده گوجر
Gul Pacha Ulfatد سيند په غاړه په شنه ورشو کښې
گڼو ځنگلو کښې په شنو دروکښې
يو دوه گوجرو مېښې پوولې
هر يوه خپلې مېښې روزلې
نه يې بل کار و نه نور غمونه
نه ورسره و نور نور فکرونه
تمامه ورځ به د مېښو ځار و
دشپې به هم لاويښ او بيدار و
پس له څو ورځو وخت د لنگون شه
پام د گوجروزيات له پرون شه
څوک چې ساتونکی او نگهبان وي
يوساعت خوب يې زيان او تاوان وي
هغه هيڅکله نکړي خوبونه
غفلت لوی عيب وي له يوه شپونه
گوجرو ځکه شپې روڼولې
شپې يې په ويښه سبا کول
وروسته د څو شپو له بيدارۍ نه
گوجر ستومان شوه له بېخوبی نه
خوب ډېر غالب شه په دواړو باندې
لکه غليم چې هجوم وکاندی
يو تن خوب ويووړ نصيب يې خوارو
هغه بل ويښ وبخت يې بيدار و
د دواړو مېښې وزيږېدلې
سپوږمۍ او ستورو ورته کتلې
چې ويښ گوجر کړې مېښی کټۍ ټولې
له خپلو مېښو لاندې راټولې
څه يې چې ټول کړه هغه يې خپل شوه
نرکټی واړه د هغه بل شوه
هغه چې ويښ شو سبا له خوبه
ويې ليدله دا رنگه لوبه
تپوس يې وکړله خپل ملگری
دا مې په برخه څه رسېدلی
داسې قسمت ته خو حيراني ده
دا رنگه برخه نه آسماني ده
ملگری ووی چې خوب کوينه
مېښې يې نرنرکټی راوړينه
څوک چې پاسبان وي اوکړي خوبونه
ورپسې جوړ شي بيا متلونه