غزل

اور د عشق له قيده خلاص کړمه لوگی شوم

Hamza Shinwari

اور د عشق له قيده خلاص کړمه لوگی شوم

د ارمان لرگي ايرې زه اسوېلی شوم

ستا د سترگو ښکاري چل د دَو رازده کړو

په صحرا د محبت کې غرڅنی شوم

ژوند په وخت کې د فنا لکه طوفان شي

دا گډا مې ده فنا چې سپېلنی شوم

چې مې خوف د رسوايۍ کړو مېن نه وم

چې له عقله مې تپوس کړو لېونی شوم

خوند د عشق په سوم د ستنۍ مې ونه ليد

که له تاوه يې د تار غوندې نری شوم

چې سړی مې ځان گڼلو سړی نه وم

چې شوم پوه چې سړی نه يمه سړی شوم

ښه ده ښه چې کوې قدر د عاشقو

زه چې ستا مينې جليا کړمه زړه سوی شوم

ما حمزه ته چې خدای حب د علي راکړو

د خيبر د شنډو غرونو امزری شوم