نظم
ورځ او شپه
Gul Pacha Ulfatاضداد:
ورځ:
له جهانه تياره وړم رڼا اوړمه
د غفلت له خوبه خلک پاڅومه
هنگامه د ژوندون گرمه کړم عالم کې
حرکت او کارته هر څوک رابلمه
شوق د کار هومره په زړونو کې پيدا کړم
چې غرمو کې په دهقان يوې کومه
څوک په غرونو خېژوم په سختو لارو
په چاباندې درانه پيټي بارومه
مړې خولې ماتې په مخ دکازيگر کړم
په همدې خولو آبرو د ژوند ساتمه
ټول عالم کړم سرگردان او ناقراره
خو دزجر سره اجر ورکومه
طالبان کړم ملايان خواران بډان کړم
بې کماله تر کماله رسومه
قافلي زما رڼا کې شي رواني
دمقصد دلوري لارې ورښيمه
محرک زه د انسان دارادويم
دا ويده عالم له خوبه ويښومه
که ژوندون فعاليت او حرکت وي
په جهان کې زه دغه اثر لرمه
وخت د سعې او عمل د کار او زيار يم
چې اوزگارې نيوی نه شي هغه ښکارېم
شپه : زما په غېږ کې تر سبا ستړی خوبونه کوي
خواږه ياران پټ له اغيارو مجلسونه کوي
د دوه مينو راز نياز رانه پټ نه دی هرگز
محرم د رازيم که مستی او که نازونه کوي
د اسمان ستوري به پلو لاندې څه وينی زما
د ځمکې لورته چې پټ پټ اشارتونه کوي
يمه اشنا دخدای له خاصو بندگانو سره
ريانه خلاص دی چې د شپې عبادتونه کوي
چپه چې کړم غوغا غلې کړم شورونه نه وي
د علم او عقل خاوندان نوی کشفونه کوي
وخت يم د فکر او تدبير د مصلحت او سنجش
د ورځې غړي او د شپې دماغ کارونه کوي
ډيوې زما کور کې بلېږي تر سحره پورې
هوښياران ناست وي د سبا ورځې فکرونه کوي
زما تياره کې عاشق وصل شي له ياره سره
سکندر ځکه په ظلماتو کې مزلو نه کوي
شاعر دپاره لکه زلفې دخوبانو يم زه
ځکه يې خيال په شپه کې جگ جگ پروازونه کوي
توره کېږدۍ يم د ليلۍ هم زه پخپله ليلی
څوک چې دزړه شعور لري زما سيلونه کوي