نظم

ورکه لار

Abdul Bari Jahani

چيرته درومي دا لار ورکي کاروانونه

دا پر تورو کږلېچونو ورک رغونه

چا کفن په غاړه کړى پکښي ناڅي

څوک پر خاورو تويوي ژوندوي جامونه

د کوثر له جامه څاڅي د اور څاڅکي

د دوزخ په لړمانه کي کوثرونه

پر هر موړ پر هر قدم بدنامي کندي

د ګناه په شعور روڼ دي خلوتونه

دا جرس به لا تر کومه په شرنګا وي

لا تر کله به وهي ستړي مزلونه

لا تر څو به دا مرموزه قافله وي

پى کوو به بې هدفه رباتونه

لا تر څو به دا رهزن کاروان سالار وي

چوروي به پر دې لار سر و مالونه