نظم

ورکه لار

Abdul Bari Jahani

دا د کوم ظالم په لاس کي مهار کښېووت

چي د مرګ په کنډو باسي منزلونه

لا تر څو په مو مقتل د ناجي کور وي

مچوو به د قاتل خيرن لاسونه

لا تر کله به ستايو خوني منګولي

قهرمان به وي چي ډېر کړي لحدونه

لا تر څو به ژوندون باج د مرګي اخلي

لا به وژني د ځوانۍ ياغي اورونه

لا تر کله به لمن د فلک سره وي

لا تر څو به يې تر زړه خېژي دودونه

لا تر څو به مو کاذب سهار تېر باسي

لا تر څو به د شفق سره وي لاسونه

لا تر څو به دا بې سوره نغمه کوک وي

ښوروي به بيده خلک پوچ سرونه