نظم

ورکه رڼا

Gul Pacha Ulfat

له خواږه خوبه راويښ شوم هلته ليری څه رڼا وه

خدای خبر دی چې ډيوه وه او که سترگه د سبا وه

پسې ووتم له کوره رانه ورکه شوله لاره

گرځېدمه هر طرف ته دورک نورليدو د پاره

چې فکرونه ايسارېږي هسې شان لوړې ژورې

مخکښې راغلې ورسره هم په هوا کښې تورې لړی

شپه تياره وه په اسمان کښې پيدا شوی سخت طوفان و

سخت باران سخته سيلۍ وه ډک له وهمه تور جهان ؤ

راسره که څه د عقل او حکمت لږه رڼا وه

هومره ژر له لالسه لاړه ته به وايې چې برېښنا وه

په نامه د حقيقت مالټوله خپله ورکه

خپل ځان هم راځنې ورک شو خبر نه شومه له څرکه

څوک چې ووزی له خپل کوره دا يې حال دا يې احوال شي

چې اسرار د جهان غواړي ورته پېښ هسې جنجال شي

په دې سير اوسياحت کښې چې معلوم شوه مشکلات ؤ

څو قدمه هغې خوا ته هېر څه ورک او ظلمات ؤ

بې حيرته نور څه نشته په دې لاره کښې هر گوره

که له دې تيارې ځان باسې سکندره خضر گوره

کاميابي دې که په کار وي چې کړې فتح هېوادونه

ارسطو يا افلاطون ته پرېږده دغه شان فکرونه