غزل

اوس چې شوې دا هسې ته زما نه په سر لاس

Hamza Shinwari

اوس چې شوې دا هسې ته زما نه په سر لاس

ايښی دې اول ولې زما و په سر لاس

کړم به ننواتې اوس د عشق په ډکو سترگو

تش مې چې کړو عقله ستا له جېبه بهر لاس

دا مې وتکل چې پيمانې سترگې دې ستايم

بنده ځکه خوله کړه زما ستا د نظر لاس

خود به زړه ورشمه پرده به کړمه پورته

ته چې راوباسې د پردې نه بهر لاس

ما د خيال په لاس کړه ستا د زلفو ژونده بېله

پورته چې د شپې نه کړو نقاب د سحر لاس

عشق مې يو څو اوښکې ستا نظر کې ښايسته کړې

ستوريو ته مې څه که رسېدو د هنر لاس

يو دې د اشنا کړه حمزه بل دې د دنيا کړه

گوره چې دې نه شي يو او بل نه خبر لاس