غزل
اوس چې ورشو دتصور نه مې اشنا تښتي
Hamza Shinwariاوس چې ورشو دتصور نه مې اشنا تښتي
له سترگو مې هر رنگه تماشا تښتي
وحشته څه شوې؟ داسې ښکاري چې په خود شومه زه
څو چې په وړاندې لاروهم رانه صحرا تښتي
د جهالت د مړي داسې عجيبه مسيحا تښتي
چې درمانده يې له علاجه مسيحا تښتي
ولې رندانو دواعظ په ملگرتيا تېروځئ
ماته معلوم دي چې سبا دی که بېگا تښتي
د عقبی سيوری داسراب غوندې دنيا وگڼه
چې عقلمن وي له دنيا او له عقبی تښتي
لږ په دې پوهه شه چې بيا به يې راټوله نه کړې
خوله د هر گل نه په دې باغ کې په خندا تښتي
ستا په تندي کې به رڼا د کوم زلمي وي حمزه
چې درته شي مخ درته ناوې د دنيا تښتي