غزل اوس که زه هغه زه نه يم نو ته هم هغه ته نه يې Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 اوس که زه هغه زه نه يم نو ته هم هغه ته نه يې چې زه ته وم ته هم زه وې، زه چې زه يم ته هم ته يې 02 ای چې خونې ورانول دې شېوه شوې د ازل نه هی په زړه زمونږه چم ته نن سبا کې په راتله يې 03 ای د لمر غوندې جانانه چې جفا دې هم وفا ده په يو ځای کې چې پرېوځې په بل ځای کې په خاته يې 04 چې دې نشته دی استوگنه په خلوت او په جلوت کې ولې ژوند زما د زړه يې ولې ورد زما په خوله يې 05 د بل کس له سترگو نه وي، دی نظر ستا له جماله څوک چې تا وته نه گوري ته هغه ته په کاته يې 06 که تياره دې په فطرت ده، اموخته شه چې رڼا شي چې د يار تر څنگه ناست يې ای عاصي شينواريه ښه يې 07 د رقيب په رهبرۍ کې تلې يار ته بارياب نه شوې حمزه غل شوې خود پخپله چې وران د غله په پله شوې Dictionary meaning × Headword