غزل
اوس خو مې داسې يقين راغی چې ما هېڅ ونه وې
Hamza Shinwariاوس خو مې داسې يقين راغی چې ما هېڅ ونه وې
ځکه چې ما خو ډېر څه ووې خو تا هېڅ ونه وې
نن يې نوش کړي جوړ کجل وو څه نشه غوندې وه
چې دې اشنا راته د سترگو بلا هېڅ ونه وې
داسې به ستا د سخاوت ولې توهين کېده؟
بس وه چې در ته دې حاضر شو گدا هېڅ ونه وی
ما د راغليو نه تپوس د هغو تلليو وکړو
داسې هيبت وو ټول اخيستي، چې چا هېڅ ونه وي
ښکاري چې سترگو يې دتا له سترگو وکړه حيا
چې زما سترگو ته يې پام شو قضا هېڅ ونه وې
جوړه د مخ نه ولې ستا د استفهام نخښه ده
رقيبه ماته اشنا ستا نه جدا هېڅ ونه وې
ما وې په غم د محبت کې شته جواز د ميو
راته موسکی شو نور په مخ کې ملا هېڅ ونه وې
ما وې يو سوال دی، تا په برندو سترگو ووې چې څه
دا مې جواب و چې مې دې پسې بيا هېڅ ونه وې
واعظه کيف دی د سپرلي که په مطلب پوه شوې
نن دې له ميو له روا ناروا هېڅ ونه وې
د چا د مخ نه يې محفل کې پلوشې گونگې دي
پتنگه تاته که د شمعې رڼا هېڅ ونه وې
ښايي چې ژوند د تمنا يې زما خوښ دی حمزه
چې يې زما د شوق نظر ته ادا هېڅ ونه وې