غزل

اوس مې رنگين رنگين خيالونه له دماغه وځي

Hamza Shinwari

اوس مې رنگين رنگين خيالونه له دماغه وځي

ځي بلبلان د ارمانونو له دې باغه وځي

ستا د فراق تيرې خورې شوې په ماحول زما

يوه رڼا ده چې زما د زړه له داغه وځي

چې پتنگانو تسلسل په قربانۍ کې وکړو

لوگي نعري د احتجاج دي له څراغه وځي

زما په سترگو کې ښاره دی ستا جمال اشنا

می وتی نه نه شي خو رنگ يې له اياغه وځي

ياد يې له ويښې نه شو تېر له خوبه هم ووتو

حمزه! بهار دې د ژوندونو له باغ و راغه وځي