غزل
اوس مې هوش ته پښه نيولی نفس رسي
Hamza Shinwariاوس مې هوش ته پښه نيولی نفس رسي
چې تت غږ د لرې وتي جرس رسي
د حريص دوستي اخلاق ته بد هضمي ده
زهرناک دی که فکر ته مگس رسي
هېروه مې چې تر څو دريادېدی شم
يادوم دې چې تر کومه مې وس رسي
رسېدل د شيطان عرش ته ممکن نه دي
کله زړه ته د مېنو هوس رسي
د ضمير غږ دې ضامن د عمل نه دی
حمزه وايه چرته چرته عسس رسي