غزل

اوس نه زاهد او نه ناصح او نه ميخوار پاتې دی

Hamza Shinwari

اوس نه زاهد او نه ناصح او نه ميخوار پاتې دی

اوس محتسب او نه صوفي او نه خمار پاتې دی

د رهروانو څه تپوس په داسې وخت کې کوې

چې رهنما و، هغه هم په سمه لار پاتې دی

اوس په کثرت کې شته وحدت، نه په وحدت کې کثرت

نه اتحاد شته په تسپو کې، نه زنار پاتې دی

د قلندر په تجرد باندې ډاکه پرېوته

متوکل څخه په زړه کې انتشار پاتې دی

اوس په خواص او په عوام کې امتياز نه وينم

نه د خادم شته تعين او نه سردار پاتې دی

کار دانسان شوبېکاري چې بې مقصده شو کار

اوس په دې ځای کې که څه کار وي نو ستاکار پاتې دی

که مشرف پخپل قدم کړې دا پرېشانه جهان

دجمعيت د تبسم ځنې گلزار پاتې دی

لاړو رونق له دې گلشن لکه لوگی د شمعې

د هدايت خورشيده تاته انتظار پاتې دی

څو که حمزه دی بېنوا ته مسيحا نفس يې

نشته هېڅ غم يې که ژوندون يې مستعار پاتې دی