شعر

اوښکې

عبدالباري جهاني

څه تودې تروې اوبه دي

د ګرېوان په لور بهېږي

ابدي سکون ته درومي

له ژوندۍ سترګې بېلېږي

له هر څاڅکي سره مله وي

د مرموز جهان غږونه

پر اشنا لرو وراخلي

نا بلده قدمونه

د کمزورې دنیا ژبه

د قدرت پښو ته ورلوېږي

د احساس بیده نغمه ده

په بڼو غږول کېږي

دا شریکه ګونګۍ ژبه

هرې سترګې ته اشنا ده

دا د هرې مینې کور دی

دا د هر نفرت غوغا ده