نظم

په چا پسې ځي؟

Gul Pacha Ulfat

نن په يوه پسې روان سبا په بل پسې ځي

کله په ږيرې پسې ځي کله اربل پسې ځي

د اقتدار خولی چې ايښې په هر سر باندې وي

سرته يې نه گوري خولۍ د قره قل پسې ځي

فرق د شپانه او د قصاب پسونه کله کوي

چې شنه گياه يې لاس کښې ويني قاتل پسې ځي

رنگ يې کړه ورک چې په خام رنگ محض جلبل غولېږي

نه ماهيت نه يې هيئت ويني محل پسې ځي

لکه سرسام بې فکره هرې خوا ته لاس اچوي

د تحول په نامه محض تجمل پسې ځي

ځان غورځوي له گړنگونو په يوه اشارت

منډه وراخلي هسې نه چې تامل پسې ځي

افتخارات او لويې گټې مشکلاتو کښې دي

د لوړ همت خاوندان ځکه په مشکل پسې ځي