نظم
په ځان مينه!
Gul Pacha Ulfatپه ځان مينه! په جانان شه مين
په قام مينه! په افغان شه مين
مينه چې هر څومره عالي وي ښه ده
په سپوږمۍ ستورو د آسمان شه مين
مينه کښې فرق د شرق و غرب مه کوه
په صبحدم، ماښام يو شان شه مين
ښکلا که لوړو که ژورو کښې وي
په غرو، درو د بدخشان شه مين
هوا کښې وگوره د ورېځو اوښان
هم په شبنم هم په باران شه مين
د طبيعت ښايست هر وخت کښې گوره
هم په بهار هم په خزان شه مين
هرڅو پخپله معشوقه وي مين
په عشق مين شه! په عرفان شه مين
گبرو و ترسا وي له وي خپل که پردی
په ښايسته نوع د انسان شه مين
پرېږده بلبل چې په گل مينه کوي
ته هم په گل هم په باغبان شه مين
يوازې خپله باغچه مه ستايه تل
الفته راشه په جهان شه مين