نظم په غلا غلا کتل Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پخوا د زلفو په تيارو کښې مينې غلا کوله له پلو لاندې ښکلا پټه تجلا کوله 02 د گل په شان ؤ غلې غلې مسيدا د ښکلو پېغلو په شونډو کښې نری غوندې خندا کوله 03 مابه په غلا غلا کتل تاته تابه ښکته کتل خدای دې خير در کړي چې ما غلا او تا حيا کوله 04 راته دې ځکه نه کتل چې درته سم وگورم نظر د خپل منظور په باب خدايږو بلا کوله 05 که دې کتلی راته ما درته کتلی نشوه اعتنا نه کولو کښې دې اعتنا کوله 06 د زړه د رزا دې راته حال ستا د زړه ډېر ښه وايه د حال په ژبه دې له ما سره نجوا کوله 07 په خوله دې ست د سپينې خولې که راته نه کولو د اسلاماته ستا د سرو شونډو مسکا کوله 08 په حرکاتو سکناتودې ډېر ښه پوهېدم آفرين ماته چې يې ما څه ښه معنی کوله 09 ما درته سترگو کښې ځای در کړ تا په زړه کښې راکړ خو په ظاهره به مو وضع نا آشنا کوله 10 د شعر بيت کښې مې وصال د عشق او حسن وموند الفت هنر نه بس همدغه تمنا کوله Dictionary meaning × Headword